خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
نحمياه 4:9
ورځنی رڼا
خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
نحمياه 4:9
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
متى 26:41
Continue steadfastly in prayer, watching therein with thanksgiving;
Colossians 4:2
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى. تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى. تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.
اول پطروس 5:7-9
تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟
لوقا 6:46
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.
يعقوب 1:22
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
هِجرت 14:15
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو 4:6-7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۱۵
Matthew 6:10
۲۰۲۶ جولای ۱۴
Matthew 12:34
۲۰۲۶ جولای ۱۳
Song of Solomon 7:10
۲۰۲۶ جولای ۱۲
Exodus 33:14
۲۰۲۶ جولای ۱۱
Jeremiah 15:20
۲۰۲۶ جولای ۱۰
Matthew 10:24
۲۰۲۶ جولای ۹
Zechariah 3:4