د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى.
متلونه 15:15
ورځنی رڼا
د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى.
متلونه 15:15
نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“
نحمياه 8:10
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
روميان 14:17
Don’t be drunken with wine, in which is dissipation, but be filled with the Spirit, speaking to one another in psalms, hymns, and spiritual songs; singing, and making melody in your heart to the Lord; giving thanks always concerning all things in the name of our Lord Jesus Christ, to God, even the Father;
Ephesians 5:18-20
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
عبرانيان 13:15
اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته، خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم.
حبقُوق 3:17-18
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى،
روميان 5:3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۱۹
Luke 1:49
۲۰۲۶ جولای ۱۸
John 10:3
۲۰۲۶ جولای ۱۷
Jonah 4:2
۲۰۲۶ جولای ۱۶
Exodus 19:6
۲۰۲۶ جولای ۱۵
Matthew 6:10
۲۰۲۶ جولای ۱۴
Matthew 12:34
۲۰۲۶ جولای ۱۳
Song of Solomon 7:10