اونۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۲۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۲۵

تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.

زبور 16:11

بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.

يرمياه 21:8

باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.

اول سموئيل 12:23

عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.

يوحنا 14:6

عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“

متى 4:19

د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.

متلونه 14:12

په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.

متى 7:13-14

هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.

يشعياه 35:8

راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“

هوسيع 6:3

زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟

يوحنا 14:2

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې