څلرنۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۲۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۲۹

تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.

زبور 61:5

داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.

يشعياه 54:17

د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى. د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،

زبور 34:7-10

تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بې‌شکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.

زبور 16:6

خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.

ملاکى 4:2

هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟

روميان 8:32

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې