واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.
يعقوب 5:11
ورځنی رڼا
واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.
يعقوب 5:11
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
زبور 103:13
د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے. د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.
زبور 111:4-5
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.
زبور 121:3-4
لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.
ګردان 32:11-12
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
مرثيى 3:22-23
هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.
متى 14:14
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان 13:8
خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.
متى 10:30
ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى.
متى 10:29
نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
متى 10:31
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۳۱
2 Timothy 2:3
۲۰۲۶ جولای ۳۰
Colossians 3:1
۲۰۲۶ جولای ۲۹
Isaiah 64:1
۲۰۲۶ جولای ۲۸
Ephesians 5:2
۲۰۲۶ جولای ۲۷
2 Corinthians 4:4
۲۰۲۶ جولای ۲۶
Hebrews 11:8
۲۰۲۶ جولای ۲۵
1 John 3:14