څلرنۍ د ۲۰۲۶ د اګست ۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اګست ۵

هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“

متى 26:42

اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.

يرمياه 10:23

هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“

متى 26:39

خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى. نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.

زبور 131:2

روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے. او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.

روميان 8:26-27

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“

متى 20:22

نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل، خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.

زبور 106:15

اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.

اول کورنتيان 10:6

زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بې‌غمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.

اول کورنتيان 7:32

د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.

يشعياه 26:3

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې