ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“
روميان 10:13
ورځنی رڼا
ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“
روميان 10:13
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا 6:37
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“
لوقا 23:42-43
عيسىٰ ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“ هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ خپل نظر غواړُو.“ د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.
متى 20:32-34
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
لوقا 11:13
زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.
حزقىايل 36:27
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،
حزقىايل 36:37
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى. او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.
اول يوحنا 5:14-15
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۷
John 14:26
۲۰۲۶ اګست ۶
Proverbs 3:12
۲۰۲۶ اګست ۵
Romans 6:4
۲۰۲۶ اګست ۴
John 19:30
۲۰۲۶ اګست ۳
Luke 1:50
۲۰۲۶ اګست ۲
Revelation 13:8
۲۰۲۶ اګست ۱
Ephesians 2:8