”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“
متى 22:42
ورځنی رڼا
”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“
متى 22:42
اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى. هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه ربُ الافواج دے، هغه د جلال بادشاه دے.
زبور 24:9-10
او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“
رويا 19:16
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“
اول پطروس 2:7
خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده. خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.
اول کورنتيان 1:23-24
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
فيليپيانو 3:8
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
يوحنا 21:17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۶
Proverbs 3:12
۲۰۲۶ اګست ۵
Romans 6:4
۲۰۲۶ اګست ۴
John 19:30
۲۰۲۶ اګست ۳
Luke 1:50
۲۰۲۶ اګست ۲
Revelation 13:8
۲۰۲۶ اګست ۱
Ephesians 2:8
۲۰۲۶ جولای ۳۱
2 Timothy 2:3