څښتن نږدې دی — ۲۰۲۶ اګست ۷: پیدایښت ۱-۱۱

څښتن نږدې دیالفرډ بوټر

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱ په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو، ۲ زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو. ۳ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه. ۴ خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه، ۵ او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه. ۶ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“ ۷ نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى. ۸ هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه. ۹ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول. ۱۰ هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۱ بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول. ۱۲ نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۳ شپه تېره شوه او سحر شو. دا درېمه ورځ وه. ۱۴ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى، ۱۵ دا به په آسمان کښې زمکې ته ځليږى.“ نو هم داسې وشول. ۱۶ نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل. ۱۷ هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى، ۱۸ چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۹ شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه. ۲۰ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“ ۲۱ نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۲۲ او خُدائ پاک برکت ورکړو او د اوبو مخلوق ته يې وفرمائيل چې، ”ډېر شئ او سمندر ډک کړئ،“ او مارغانو ته يې وفرمائيل چې، ”زيات شئ.“ ۲۳ شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه. ۲۴ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول. ۲۵ نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو. ۲۶ بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“ ۲۷ نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، ۲۸ برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم. ۲۹ ما تاسو له د خوراک دپاره هر قِسم غله او هر قِسم مېوې پېدا کړې دى، ۳۰ خو ټولو ځنګلى ځناورو او ټولو مارغانو له ما د خوراک دپاره واښۀ او شنۀ بوټى پېدا کړى دى.“ نو هم داسې وشول. ۳۱ خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه. 1 نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو. 2 خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. 3 هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل. 4 او داسې ټول کائنات پېدا شول. کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل، 5 په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو. 6 خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله. 7 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو. 8 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو. 9 هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله. 10 په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو. 11 د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى. 12 سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى. 13 د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى، 14 درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے. 15 مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى. 16 مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، 17 خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“ 18 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“ 19 نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو. 20 نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى. 21 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. 22 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله. 23 نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“ 24 په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى. 25 سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله. 1 مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ 2 ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته، 3 خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“ 4 مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ. 5 خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“ 6 چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه. 7 چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل. 8 د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول. 9 خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“ 10 هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“ 11 نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“ 12 آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“ 13 نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“ 14 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې. 15 زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“ 16 او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“ 17 او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. 18 دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. 19 د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“ 20 آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه. 21 نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې. 22 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“ 23 نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو. 24 آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى. 1 بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو. 2 وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو. 3 څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه. 4 بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه، 5 خو قائِن او د هغۀ قربانى يې نامنظوره کړه. قائِن د غصې نه تک سور شو او تندے يې تريو کړو. 6 بيا مالِک خُدائ قائِن ته وفرمائيل، ”تۀ ولې دومره غصه يې؟ تا ولې تندے دومره تريو کړے دے؟ 7 کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“ 8 بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه او وې وژلو. 9 مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“ 10 بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى. 11 په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه. 12 کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“ 13 نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده. 14 تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بې‌کوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“ 15 خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى. 16 نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو. 17 قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو او يو زوئ يې وشو او حنوک نوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو او په دې ښار يې هم ”حنوک“ نوم کېښودو. 18 د حنوک نه عيراد پېدا شو، هغه د محويااېل پلار وو، او د محويااېل زوئ متوسااېل پېدا شو، چې هغه د لمک پلار وو. 19 د لمک دوه ښځې يوه عده او بله ضِله وه. 20 د عده نه يابل پېدا شو، چې د هغه خلقو پلار وو چې څاروى ساتى او په خېمو کښې اوسيږى. 21 د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب او شپېلۍ غږوى. 22 د ضِله نه توبل‌قائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبل‌قائِن خور نعمه وه. 23 لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې او ضِلې، زما خبره واورئ، ما يو زلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم. 24 کۀ د قائِن د وژلو په بدل کښې اووۀ کسان وژلے شى، نو زما د وژلو په بدل کښې به اووۀ اويا کسان ووژلے شى.“ 25 د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو. 26 د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل. 1 دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو. 2 هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو. 3 کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو. 4 د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 5 او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 6 کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو، 7 هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول، 8 او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 9 کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو، 10 او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 11 او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 12 کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو، 13 او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 14 او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 15 محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو، 16 او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 17 او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 18 چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو، 19 او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 20 او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 21 کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو. 22 د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 23 د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو. 24 حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو. 25 کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو، 26 او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 27 او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 28 کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو، 29 لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو. 30 لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 31 او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۳۲ د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو. 1 کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، 2 نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې. 3 بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ 4 په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو. 5 چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، 6 نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو 7 نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ 8 خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو. 9‏-10 دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه، 11 خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو. 12 خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو. 13 خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده. 14 د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه. 15 دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه. 16 کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده. 17 ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى، 18 خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه. 19‏-20 د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى. 21 د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه.“ 22 نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. 1 بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې. 2 د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله. 3 او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى. 4 د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“ 5 نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو. 6 نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو. 7 نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى. 8 د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه 9 نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. 10 اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو. 11 چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې، 12 او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو. 13 هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل. 14 د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو. 15 د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې، 16 چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه. 17 څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اوچته کړه. 18 اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده. 19 اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل، 20 اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې. 21 په زمکه هر ژوندے څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم. 22 په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو. 23 مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول. 24 او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې. 1 نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. 2 د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، 3 او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. 4 د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. 5 اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې. 6 څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه 7 او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې. 8 په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه، 9 خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. 10 د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله. 11 او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. 12 هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. 13 چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه. 14 د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه. 15 نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې، 16 ”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. 17 ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“ 18 نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو. 19 ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل. 20 نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول. 21 د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. 22 چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“ 1 خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى. 2 ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى. 3 اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى. 4 خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے. 5 کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. 6 ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى، 7 ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“ 8 خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل چې، 9 ”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم، 10 هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. 11 زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى. 12 دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم، 13 زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى. 14 چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګنديږى، 15 نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى. 16 چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے. 17 دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“ 18 د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.) 19 په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے. 20 نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. 21 د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو. 22 چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل. 23 نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى. 24 چې کله نوح په خود کښې شو او خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى، 25 نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى. 26 مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى. 27 خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“ 28 د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو 29 او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 1 دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. 2 دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. 3 دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. 4 دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. 5 د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 6 دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. 7 د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى. 8 کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. 9 د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“ 10 د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو. 11 د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح، 12 او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے. 13 د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، 14 فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. 15 د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت، 16 يبوسى، امورى، جرجاسى، 17 حِوى، عرقى، سينى، 18 اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې. 19 د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے. 20 دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 21 ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے. 22 دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. 23 د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو. 24 ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. 25 د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. 26 د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، 27 هدورام، اُوزال، دِقله، 28 عوبال، ابى‌مائيل، شيبا، 29 اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. 30 چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے. 31 دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 32 دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے. 1 په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل. 2 چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول. 3 دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو. 4 نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“ 5 بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو، 6 نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى، 7 راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“ 8 نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل. 9 نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل. 10 دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو. 11 د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 12 چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو، 13 د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 14 چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو، 15 د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 16 چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو، 17 د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 18 چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو، 19 د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 20 چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو، 21 د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 22 چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو، 23 د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 24 چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو، 25 د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 26 چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول. 27 دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو، 28 او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو. 29 ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو. 30 د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه. 31 تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول. 32 تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

۱۴ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې. ۱۵ زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“ ۱۶ او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“ ۱۷ او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. ۱۸ دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. ۱۹ د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“

۱۷ او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. ۱۸ دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. ۱۹ د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“

پېدايښت ۱–۱۱ · پېدايښت ۳:۱۴–۱۹ · پېدايښت ۳:۱۷–۱۹ · PYPB

په دې کې زیږیدلی لومړی انسان، له بده مرغه، لومړی قاتل شو. موږ د قاین په اړه خبرې کوو، د او حوا لومړی زوی. څه پیښ شول؟ د هغه کوچنی ورور یو شوی و او یوه یې درلوده. قاین خدای ته د هغه میوو غوره برخه وړاندې کړه چې هغه کرلې وې، د خدای د لعنت له امله یې په دې ځمکه باندې کار کاوه (). خدای ته د خپلې رمې څخه قرباني راوړه، ، او هغه د غوړ یوه برخه پکې شامله کړه چې د هغې غوره کیفیت یې ښودله. خدای ډیر خوښ و (۴:۴) او دا یې په خپله کلمه کې کړه (). د قاین د قربانۍ په اړه، خدای نشو کولی هغه څه ومني چې له هغه ځمکې څخه راغلي وو چې هغه د ګناه له امله لعنت کړې وه (). قاین د خپل ورور څخه کاوه، چې هغه یې په پای کې وواژه.

۴ دوه خورا مختلف "تخمونه" بیانوي: یو د قاین سره تړلی، چا چې خپل ورور وواژه، او د سیث سره، چا چې د ځای ونیو. سیث، چې نوم یې "ټاکل شوی" معنی لري، یو زوی و چې خدای او حوا ته د له مړینې وروسته ورکړ؛ بیا خلکو د څښتن نوم یادول پیل کړل (۴:۲۶). په کې، د سیث یو اولاد، زموږ څښتن ، ځان د سترې قربانۍ په توګه ورکړ. د هغه له ، هر هغه چا ته راځي چې لري ().

د هغه څه بیانوي چې وروسته راځي. د سیث لخوا بدل شو، د هغه نیکه چې د هغه له ټولو مومنانو ته راغلی دی. قاین او د هغه اولادونه په بغاوت او ګناه کې یوه استازیتوب کوي. نن ورځ، هرڅوک باید وټاکي چې ایا هغه د قاین استازیتوب کوي یا د بې ګناه هغه مړینه مني چې خدای د د ژغورونکي په توګه ټاکلی و. دا دی چې د څښتن نوم یاد کړو!

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۶ اګست ۶

    د کورنتس مقدسانو باید په ریښتیا پوهیدلي وای چې "مقدسان به په نړۍ قضاوت وکړي." دا حقیقت په...

  • ۲۰۲۶ اګست ۵

    دا یوازې "یو تاج" نه دی چې دوی یې د له لاسه ورکولو په خطر کې دي، بلکې "ستاسو تاج"، د دوی...

  • ۲۰۲۶ اګست ۴

    له دې آیتونو څخه موږ پوهیږو چې اوس زموږ لپاره د آرام کولو وخت نه دی؛ اوس د کار کولو وخت...

  • ۲۰۲۶ اګست ۳

    په نوي عهد نامې کې درې ځله موږ ته ویل شوي چې څښتن عیسی "خپله وینه" تویه کړه. د زوړ عهد...

  • ۲۰۲۶ اګست ۲

    د بې لارې زوی په مشهور کیسه کې، موږ د ویښ شوي ګناهکار یوه بشپړه بیلګه وینو. پداسې حال کې...

  • ۲۰۲۶ اګست ۱

    په یوه ورځ، زه په خپل شاته پورچ کې ناست وم او د سهار تازه هوا څخه خوند اخلم، کله چې زما...

  • ۲۰۲۶ جولای ۳۱

    دا یو باغ و چې د انسان لپاره جوړ شوی و. عدن معنی لري "خوښي." دا د سهار لمر ته مخامخ و، او...