بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.
قاضيانو 3:15
ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.
قاضيانو 3:31
بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“ جدعون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ بنى اِسرائيليان څنګه خلاص کړم؟ د منسى په قبيله کښې د ټولو نه کمزورې قبيله زما ده او زۀ په خپل خاندان کښې د ټولو نه کشر يم.“
قاضيانو 6:14-15
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.
قاضيانو 7:2
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه 4:6
Finally, be strong in the Lord, and in the strength of his might.
Ephesians 6:10