مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟
يشعياه 45:11
ورځنی رڼا
مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟
يشعياه 45:11
زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم. زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.
حزقىايل 36:26-27
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،
حزقىايل 36:37
زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى 18:19-20
عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى.
مرقوس 11:22-23
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۱۸
Deuteronomy 3:24
۲۰۲۶ اګست ۱۷
James 5:16
۲۰۲۶ اګست ۱۶
1 Chronicles 22:5
۲۰۲۶ اګست ۱۵
Hebrews 13:20-21
۲۰۲۶ اګست ۱۴
Nehemiah 8:10
۲۰۲۶ اګست ۱۳
Hebrews 11:16
۲۰۲۶ اګست ۱۲
Lamentations 3:31-32