تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
زبور 23:5
ورځنی رڼا
تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
زبور 23:5
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،
زبور 34:8-10
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
مرثيى 3:22-23
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله. تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بېشکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.
زبور 16:5-6
نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى،
اول کورنتيان 3:22
Blessed be the God and Father of our Lord Jesus Christ, who has blessed us with every spiritual blessing in the heavenly places in Christ;
Ephesians 1:3
زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.
فيليپيانو 4:11
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده،
اول تيموتيوس 6:6
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
فيليپيانو 4:19
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۲۵
Isaiah 51:1
۲۰۲۶ اګست ۲۴
Exodus 3:7
۲۰۲۶ اګست ۲۳
Jeremiah 31:3
۲۰۲۶ اګست ۲۲
Romans 14:7-8
۲۰۲۶ اګست ۲۱
Psalms 119:57
۲۰۲۶ اګست ۲۰
Numbers 23:19
۲۰۲۶ اګست ۱۹
1 Peter 1:15