دونۍ د ۲۰۲۶ د اګست ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اګست ۲۴

ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.

يوحنا 9:4

يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.

متلونه 13:4

يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.

متلونه 11:25

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى.

يوحنا 4:34-35

”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى. او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل.

متى 20:1-2

preach the word; be urgent in season and out of season; reprove, rebuke, and exhort, with all patience and teaching.

2 Timothy 4:2

خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.

لوقا 19:13

خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.

اول کورنتيان 15:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې