۶ نو بيا هم د دغه اوبو په وسيله د هغه تېر وخت دُنيا غرقه او هلاکه شوه. ۷ خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.
۵ چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، ۶ نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو ۷ نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ ۸ خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.
۲۰ نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول. ۲۱ د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. ۲۲ چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“