For him who knew no sin he made to be sin on our behalf; so that in him we might become the righteousness of God.
2 Corinthians 5:21
ورځنی رڼا
For him who knew no sin he made to be sin on our behalf; so that in him we might become the righteousness of God.
2 Corinthians 5:21
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
اول پطروس 2:24
ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى.
روميان 5:19
خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله، نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو، نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.
تيطوس 3:4-7
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
روميان 8:1
په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
يرمياه 23:6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ دسمبر ۶
Philippians 2:13
۲۰۲۵ دسمبر ۵
Psalms 119:71
۲۰۲۵ دسمبر ۴
Job 28:12
۲۰۲۵ دسمبر ۳
Job 5:8
۲۰۲۵ دسمبر ۲
1 John 2:20
۲۰۲۵ دسمبر ۱
Isaiah 32:2
۲۰۲۵ نومبر ۳۰
Revelation 1:4