دونۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۱

د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.

يشعياه 32:2

بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى

عبرانيان 2:14

اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.

زکرياه 13:7

زۀ او زما پلار يو يُو.“

يوحنا 10:30

هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.

زبور 91:1

د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.

يشعياه 4:6

مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے. په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.

زبور 121:5-6

د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

زبور 61:2

تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.

زبور 32:7

تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،

يشعياه 25:4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې