دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى،
رويا 1:4
ورځنی رڼا
دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى،
رويا 1:4
نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو 4:7
مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
لوقا 24:36
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا 14:27
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
يوحنا 15:26
But the fruit of the Spirit is love, joy, peace, patience, kindness, goodness, faith,
Galatians 5:22
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
روميان 8:16
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه. چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“
هِجرت 33:14-16
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۲۹
Psalms 65:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۸
James 2:26
۲۰۲۵ نومبر ۲۷
John 17:22
۲۰۲۵ نومبر ۲۶
Isaiah 62:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۵
Romans 6:18
۲۰۲۵ نومبر ۲۴
Luke 8:21
۲۰۲۵ نومبر ۲۳
Proverbs 1:33