خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه 1:33
ورځنی رڼا
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه 1:33
اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.
زبور 90:1
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
زبور 91:1
په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
زبور 91:4
For you died, and your life is hidden with Christ in God.
Colossians 3:3
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
زکرياه 2:8
موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ. مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“
هِجرت 14:13-14
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.
زبور 46:1-2
عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
متى 14:27
خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو داسې وار خطا ولې يئ او ځان سره ولې وايئ چې دا څوک دے؟ زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“
لوقا 24:38-39
For this cause I also suffer these things. Yet I am not ashamed, for I know him whom I have believed, and I am persuaded that he is able to guard that which I have committed to him against that day.
2 Timothy 1:12
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۲۲
Jude 20
۲۰۲۵ نومبر ۲۱
John 6:37
۲۰۲۵ نومبر ۲۰
Micah 7:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۹
Matthew 7:20
۲۰۲۵ نومبر ۱۸
Isaiah 27:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۷
Psalms 92:5
۲۰۲۵ نومبر ۱۶
John 17:17