ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.
متى 7:20
ورځنی رڼا
ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.
متى 7:20
زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.
اول يوحنا 3:7
ولې د چينې د يوې خولې نه خوږې او ترخې اوبۀ راوځى څۀ؟ اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے. په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.
يعقوب 3:11-13
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.
اول پطروس 2:12
يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.
متى 12:33
ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.
متى 12:35
داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تراوۀ ولې ونيول؟
يشعياه 5:4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۱۸
Isaiah 27:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۷
Psalms 92:5
۲۰۲۵ نومبر ۱۶
John 17:17
۲۰۲۵ نومبر ۱۵
1 Corinthians 1:9
۲۰۲۵ نومبر ۱۴
Psalms 40:17
۲۰۲۵ نومبر ۱۳
Ephesians 5:25-26
۲۰۲۵ نومبر ۱۲
2 Corinthians 7:10