يونۍ د ۲۰۲۵ د نومبر ۱۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ نومبر ۱۶

دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.

يوحنا 17:17

د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ.

يوحنا 15:3

Let the word of Christ dwell in you richly; in all wisdom teaching and admonishing one another with psalms, hymns, and spiritual songs, singing with grace in your heart to the Lord.

Colossians 3:16

په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى. زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.

زبور 119:9-10

نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى. تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.

متلونه 2:10-11

زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے. زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.

ايُوب 23:11-12

زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه

زبور 119:99

بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“

يوحنا 8:31-32

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې