يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زبور 89:19
ورځنی رڼا
يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زبور 89:19
زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.
يشعياه 43:11
ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے
اول تيموتيوس 2:5
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“
اعمال 4:12
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه 9:6
بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے.
فيليپيانو 2:7-9
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
عبرانيان 2:9
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى
عبرانيان 2:14
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۸
1 Thessalonians 5:8
۲۰۲۵ نومبر ۷
Psalms 107:8
۲۰۲۵ نومبر ۶
Colossians 3:4
۲۰۲۵ نومبر ۵
Exodus 30:23
۲۰۲۵ نومبر ۴
1 Peter 1:6
۲۰۲۵ نومبر ۳
Hosea 14:9
۲۰۲۵ نومبر ۲
1 Thessalonians 5:15