جمعه د ۲۰۲۵ د نومبر ۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ نومبر ۷

نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،

زبور 107:8

د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،

زبور 34:8

ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.

زبور 31:19

دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“

يشعياه 43:21

having predestined us for adoption as children through Jesus Christ to himself, according to the good pleasure of his desire, to the praise of the glory of his grace, by which he freely gave us favor in the Beloved,

Ephesians 1:5-6

to the end that we should be to the praise of his glory, we who had before hoped in Christ.

Ephesians 1:12

هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.

زکرياه 9:17

مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے. اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى. دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى، او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى، نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.

زبور 145:9-12

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې