نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه 4:6
ورځنی رڼا
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه 4:6
مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟
يشعياه 40:13
خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.
اول کورنتيان 1:27-29
هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“
يوحنا 3:8
داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.
يوحنا 1:13
لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.
حجى 2:5
يحزىايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.
دوېم تاريخ 20:15
او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“
اول سموئيل 17:47
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۳۰
Lamentations 3:26
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۹
Song of Solomon 5:16
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۸
Isaiah 59:16
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۷
Matthew 8:17
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۶
Psalms 99:1
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۵
Matthew 28:20
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۴
Jonah 2:4