درېنۍ د ۲۰۲۵ د نومبر ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ نومبر ۱۱

چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله، خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.

زبور 78:53

زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،

متلونه 8:20

ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.

هِجرت 23:20

هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.

يشعياه 63:9

خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.

زبور 44:3

لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.

يشعياه 63:14

اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.

زبور 5:8

خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې. زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.

زبور 43:3-4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې