For godly sorrow produces repentance to salvation, which brings no regret. But the sorrow of the world produces death.
2 Corinthians 7:10
ورځنی رڼا
For godly sorrow produces repentance to salvation, which brings no regret. But the sorrow of the world produces death.
2 Corinthians 7:10
او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
متى 26:75
خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.
اول يوحنا 1:9
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا 1:7
خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم. ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.
زبور 40:12-13
نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.
هوسيع 12:6
پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.
زبور 51:17
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
زبور 147:3
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
ميکاه 6:8
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۱۱
Psalms 78:53
۲۰۲۵ نومبر ۱۰
Colossians 1:10
۲۰۲۵ نومبر ۹
Psalms 89:19
۲۰۲۵ نومبر ۸
1 Thessalonians 5:8
۲۰۲۵ نومبر ۷
Psalms 107:8
۲۰۲۵ نومبر ۶
Colossians 3:4
۲۰۲۵ نومبر ۵
Exodus 30:23