پينځنۍ د ۲۰۲۵ د نومبر ۲۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ نومبر ۲۰

ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.

ميکاه 7:8

کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.

يشعياه 43:2-3

زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.

يشعياه 42:16

کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.

زبور 23:4

مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

زبور 27:1

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې