هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا 6:37
ورځنی رڼا
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا 6:37
ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
هِجرت 22:27
خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.
ليويانو 26:44
خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.
حزقىايل 16:60
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه 1:18
بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“
يشعياه 55:7
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“
لوقا 23:42-43
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.
يشعياه 42:3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۲۰
Micah 7:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۹
Matthew 7:20
۲۰۲۵ نومبر ۱۸
Isaiah 27:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۷
Psalms 92:5
۲۰۲۵ نومبر ۱۶
John 17:17
۲۰۲۵ نومبر ۱۵
1 Corinthians 1:9
۲۰۲۵ نومبر ۱۴
Psalms 40:17