اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان 6:18
ورځنی رڼا
اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان 6:18
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.
متى 6:24
کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ نو تاسو بيا د صداقت د پابندۍ نه آزاد وئ. په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟ خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
روميان 6:20-22
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
روميان 10:4
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
يوحنا 12:26
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى 11:29-30
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
يشعياه 26:13
زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.
زبور 119:32
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ نومبر ۲۴
Luke 8:21
۲۰۲۵ نومبر ۲۳
Proverbs 1:33
۲۰۲۵ نومبر ۲۲
Jude 20
۲۰۲۵ نومبر ۲۱
John 6:37
۲۰۲۵ نومبر ۲۰
Micah 7:8
۲۰۲۵ نومبر ۱۹
Matthew 7:20
۲۰۲۵ نومبر ۱۸
Isaiah 27:8