تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.
يشعياه 62:4
اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.
يشعياه 43:1
”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم. ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
يشعياه 49:15-16
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى،
هغه د هغوئ قدمونه سموى.
زبور 37:23
زۀ د هغۀ په ټوله دُنيا کښې ډېره خوشحاله وم، او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله.
متلونه 8:31
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى،
او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
زبور 147:11
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.
ملاکى 3:17
You, being in past times alienated and enemies in your mind in your evil deeds,
yet now he has reconciled in the body of his flesh through death, to present you holy and without defect and blameless before him,
Colossians 1:21-22