دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
زبور 119:71
ورځنی رڼا
دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
زبور 119:71
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.
عبرانيان 5:8
او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو. زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.
روميان 8:17-18
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم. زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.
ايُوب 23:10-11
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.
ګردان 8:2
ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى. نو بيا، هم هغه شان کوئ چې څنګه مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، د هغۀ د قانون په مطابق ژوند تېروئ او د هغۀ تابعدارى کوئ.
ګردان 8:5-6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ دسمبر ۴
Job 28:12
۲۰۲۵ دسمبر ۳
Job 5:8
۲۰۲۵ دسمبر ۲
1 John 2:20
۲۰۲۵ دسمبر ۱
Isaiah 32:2
۲۰۲۵ نومبر ۳۰
Revelation 1:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۹
Psalms 65:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۸
James 2:26