خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟
ايُوب 28:12
ورځنی رڼا
خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟
ايُوب 28:12
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.
يعقوب 1:5-6
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه 3:5-6
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
اول تيموتيوس 1:17
په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.
متلونه 3:7
خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“
يرمياه 1:6-8
په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا 16:23-24
کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
متى 21:22
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ دسمبر ۳
Job 5:8
۲۰۲۵ دسمبر ۲
1 John 2:20
۲۰۲۵ دسمبر ۱
Isaiah 32:2
۲۰۲۵ نومبر ۳۰
Revelation 1:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۹
Psalms 65:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۸
James 2:26
۲۰۲۵ نومبر ۲۷
John 17:22