کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
ايُوب 5:8
ورځنی رڼا
کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
ايُوب 5:8
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
پېدايښت 18:14
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
زبور 37:5
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
فيليپيانو 4:6
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس 5:7
حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو، او حزقياه مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې،
يشعياه 37:14-15
د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
يشعياه 65:24
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
يعقوب 5:16
د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
زبور 116:1-2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ دسمبر ۲
1 John 2:20
۲۰۲۵ دسمبر ۱
Isaiah 32:2
۲۰۲۵ نومبر ۳۰
Revelation 1:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۹
Psalms 65:4
۲۰۲۵ نومبر ۲۸
James 2:26
۲۰۲۵ نومبر ۲۷
John 17:22
۲۰۲۵ نومبر ۲۶
Isaiah 62:4