ورځنۍ رڼا, جون ۳۰: هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم.

زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بې‌زړۀ کېږه مه. ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.

ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى.

کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.

نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.

بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.

هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى.

هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى، او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى. نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى. څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى. څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.

او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى. د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.

تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو.

دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى. فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم. خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم. زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو.

مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ