ورځنۍ رڼا, جون ۲۸: زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے.

ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.

خو د عيسىٰ اِمامت ابدى دے ځکه چې هغه تل تر تله ژوندے دے. نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.

کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو. خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.

مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى.

په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده.

نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بې‌فائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.

نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.

نو خبردار شئ چې تاسو څنګه اورئ ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى.

د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.

او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ.

زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه ... ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه.

ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.

زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه.

ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى.

خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ