۲۰۲۴ جون ۲۸
ورځنۍ رڼا, جون ۲۹: او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے
ورځنۍ رڼا
او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.
اول يوحنا ۵:۳
ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى.
يوحنا ۶:۴۰
او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا ۳:۲۲
ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى ۱۱:۳۰
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
يوحنا ۱۴:۱۵
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
يوحنا ۱۴:۲۱
بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى. د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى.
متلونه ۳:۱۳, ۱۷
هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى.
زبور ۱۱۹:۱۶۵
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.
روميان ۷:۲۲
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
اول يوحنا ۳:۲۳
په چا کښې چې مينه وى هغه د خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، نو په دې سبب مينه کول د شريعت پوره کول دى.
روميان ۱۳:۱۰
زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بېبها مينې په وجه يادوه.
زبور ۲۵:۷
ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى.
يشعياه ۴۴:۲۲
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
يشعياه ۴۳:۲۵
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه ۱:۱۸
زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
يرمياه ۳۱:۳۴
تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بېاِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
ميکاه ۷:۱۹
ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.
يشعياه ۳۸:۱۷
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
ميکاه ۷:۱۸
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.
رويا ۱:۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۲۷
رويا ۶:۱۷ · ملاکى ۳:۲
۲۰۲۴ جون ۲۶
اول تواريخ ۴:۱۰ · متلونه ۱۰:۲۲
۲۰۲۴ جون ۲۵
اول يوحنا ۳:۲ · يوحنا ۱:۱۲
۲۰۲۴ جون ۲۴
شمېر ۱۰:۳۳ · زبور ۳۱:۱۵
۲۰۲۴ جون ۲۳
يوحنا ۱۴:۱۶–۱۷ · يوحنا ۱۶:۷
۲۰۲۴ جون ۲۲
کولوسيان ۳:۳ · روميان ۶:۲
