۲۰۲۲ جنوري ۱۱
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۲: نو ما جواب ورکړو، سحر راتلونکے دے
ورځنۍ رڼا
د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے.
يهوداه ۱:۲۵
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو.
اول کورنتيان ۱:۳۰
ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟ دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟
ايُوب ۱۱:۷–۸
بلکې مونږ د خُدائ پاک د هغه پټ حِکمت راز بيانوو کوم چې خُدائ پاک د دُنيا جوړولو نه مخکښې زمونږ د لويئ دپاره فېصله کړې وه.
اول کورنتيان ۲:۷
او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو. په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
اِفِسيانو ۳:۹–۱۰
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب ۱:۵
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.
يعقوب ۳:۱۷
کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟
ايُوب ۷:۴
سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“ نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے.
يشعياه ۲۱:۱۱–۱۲
اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
عبرانيان ۱۰:۳۷
هغه داسې دے لکه چې بېوريځو سحر کښې نمر پړقيږى.
دوېم سموئيل ۲۳:۴
کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ... نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم.
يوحنا ۱۴:۲–۳, ۲۷–۲۸
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.
قاضيانو ۵:۳۱
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان ۵:۵
د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.
رويا ۲۱:۲۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جنوري ۱۰
اول تِسالونيکيان ۵:۲۳ · اِفِسيانو ۵:۲۵
۲۰۲۲ جنوري ۹
زبور ۶۰:۴ · يشعياه ۵۹:۱۹
۲۰۲۲ جنوري ۸
زبور ۹:۱۰ · متلونه ۱۸:۱۰
۲۰۲۲ جنوري ۷
نحمياه ۵:۱۹ · يرمياه ۲:۲
۲۰۲۲ جنوري ۶
زبور ۹۰:۱۷ · حزقىايل ۱۶:۱۴
۲۰۲۲ جنوري ۵
عبرانيان ۴:۳ · يرمياه ۹:۵
