ورځنۍ رڼا, جنوري ۶: خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.

او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.

خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.

کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح.

بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى. تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ، برکتونه او خير به ستاسو وى.

هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى.

هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.

رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو.

خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.

مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى.

تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ. نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.

دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“

ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.

د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ.

خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ