ورځنۍ رڼا, جنوري ۵: او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.

او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى.“

خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده. نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟

اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.

په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.

ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.

نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.

خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.

اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.

اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟

هغوئ د موسىٰ روح دومره خفه کړو، چې د هغۀ د خولې نه بې‌ځايه خبرې راووتلې.

څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“

چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.

د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى. رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.

خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده. هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى.

خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ. يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو.

ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ.

د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ