۲۰۲۲ جنوري ۳
ورځنۍ رڼا, جنوري ۴: اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟
ورځنۍ رڼا
ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ.
ګردان ۱۲:۹
ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے.
ميکاه ۲:۱۰
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
عبرانيان ۴:۹
دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے، چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.
عبرانيان ۶:۱۹–۲۰
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
يوحنا ۱۴:۲–۳
زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.
فيليپيانو ۱:۲۳
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۴
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
ايُوب ۳:۱۷
خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى ... ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
متى ۶:۲۰–۲۱
د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.
کولوسيان ۳:۲
”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“
اول کورنتيان ۱۵:۵۵
د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے.
اول کورنتيان ۱۵:۵۶
خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى. او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى، نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
عبرانيان ۹:۲۶–۲۸
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۵
ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربانګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے. ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے.
دوېم تيموتيوس ۴:۶–۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جنوري ۲
يشعياه ۴۲:۱۰ · زبور ۸۱:۱–۲
۲۰۲۲ جنوري ۱
فيليپيانو ۳:۱۳–۱۴ · يوحنا ۱۷:۲۴
۲۰۲۱ دسمبر ۳۱
ګردان ۱:۳۱ · هِجرت ۱۹:۴
۲۰۲۱ دسمبر ۳۰
اول کورنتيان ۱:۸ · کولوسيان ۱:۲۱–۲۳
۲۰۲۱ دسمبر ۲۹
اِفِسيانو ۵:۱۷ · اول تِسالونيکيان ۴:۳
۲۰۲۱ دسمبر ۲۸
مرقوس ۲:۵ · يرمياه ۳۱:۳۴
