ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۸: زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.

زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“

د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه. نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى.

ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟

لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.

او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بې‌ګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.

څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.

نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ. اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.

مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.

ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.

مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.

نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“

زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.

او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.

ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو.

زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.

ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ