ورځنۍ رڼا, جنوري ۸: څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.

د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.

زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“

ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بې‌اسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.

مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله ‎پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.

مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.

خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.

ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“ نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“

د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.

د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“

ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې. تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.

ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.

خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى.

اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ