۲۰۲۲ جنوري ۱۰
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۱: په صيون کښې، پاکه خُدايه (زبور ۶۵:۱)
ورځنۍ رڼا
په صيون کښې، پاکه خُدايه.
زبور ۶۵:۱
خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.
اول کورنتيان ۸:۶
نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.
يوحنا ۵:۲۳
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
عبرانيان ۱۳:۱۵
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
زبور ۵۰:۲۳
او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بېشمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې. او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“ هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“
رويا ۷:۹–۱۰, ۱۲
څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى.
زبور ۱۰۳:۴
خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے.
يرمياه ۵۰:۳۴
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟
هوسيع ۱۳:۱۴
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۵
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
يوحنا ۳:۳۶
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.
کولوسيان ۳:۳–۴
په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى.
دوېم تِسالونيکيان ۱:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جنوري ۹
زبور ۶۰:۴ · يشعياه ۵۹:۱۹
۲۰۲۲ جنوري ۸
زبور ۹:۱۰ · متلونه ۱۸:۱۰
۲۰۲۲ جنوري ۷
نحمياه ۵:۱۹ · يرمياه ۲:۲
۲۰۲۲ جنوري ۶
زبور ۹۰:۱۷ · حزقىايل ۱۶:۱۴
۲۰۲۲ جنوري ۵
عبرانيان ۴:۳ · يرمياه ۹:۵
۲۰۲۲ جنوري ۴
ګردان ۱۲:۹ · ميکاه ۲:۱۰
