ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۳: زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې.

خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.

زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“

تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو.

د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.

نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ. خو تاسو داسې نۀ کوئ.

د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.

زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.

په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے.

د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ.

کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو. ... مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله.

25‏-26 او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“

نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.

نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.

مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ