ورځنۍ رڼا, دسمبر ۶: هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.

انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.

څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم.

زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.

اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ. هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى. هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.

ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.

اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.

ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“

اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو. ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم.

ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم. زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم. خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده.

ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.

زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.

مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.

خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ