۲۰۲۱ دسمبر ۲
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۳: د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى
ورځنۍ رڼا
کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
ايُوب ۵:۸
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟
پېدايښت ۱۸:۱۴
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
زبور ۳۷:۵
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ.
فيليپيانو ۴:۶
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس ۵:۷
حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو، او حزقياه مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې.
يشعياه ۳۷:۱۴–۱۵
د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
يشعياه ۶۵:۲۴
د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
يعقوب ۵:۱۶
د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
زبور ۱۱۶:۱–۲
او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان ۱۰:۲۲
د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربانګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه. هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربانګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى ... هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى.
هِجرت ۳۰:۱۸–۲۱
ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے.
اول کورنتيان ۶:۱۹
کۀ څوک د خُدائ پاک کور بربادوى نو خُدائ پاک به هغه کس برباد کړى ځکه چې د خُدائ پاک کور پاک دے او هغه کور تاسو يئ.
اول کورنتيان ۳:۱۷
نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم، زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم.
ايُوب ۱۹:۲۶–۲۷
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن.
رويا ۲۱:۲۷
خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے.
حبقُوق ۱:۱۳
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
روميان ۱۲:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ دسمبر ۱
يشعياه ۳۲:۲ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۱ نومبر ۳۰
رويا ۱:۴ · فيليپيانو ۴:۷
۲۰۲۱ نومبر ۲۹
زبور ۶۵:۴ · زبور ۲۷:۴
۲۰۲۱ نومبر ۲۸
يعقوب ۲:۲۶ · متى ۷:۲۱
۲۰۲۱ نومبر ۲۷
يوحنا ۱۷:۲۲ · يشعياه ۶:۱–۳
۲۰۲۱ نومبر ۲۶
يشعياه ۶۲:۴ · يشعياه ۴۳:۱
