ورځنۍ رڼا, دسمبر ۴: او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟

خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.

په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.

يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى.

په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه.

اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.

کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.

کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“

زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم.

کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے. ما به ځان دپاره په تېزۍ سره د پناه ځائ لټولے وے ترڅو چې زۀ دې سختو هواګانو طوفانونو نه امان کښې وے.

مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو، مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.

زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.

او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو. په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بې‌همته نۀ شئ.

نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ