۲۰۲۱ نومبر ۲۹
ورځنۍ رڼا, نومبر ۳۰: نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ
ورځنۍ رڼا
اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.
دوېم تِسالونيکيان ۳:۱۶
په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے.
رويا ۱:۴
نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو ۴:۷
مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
لوقا ۲۴:۳۶
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا ۱۴:۲۷
يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى.
يوحنا ۱۵:۲۶
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى.
ګلتيان ۵:۲۲
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو.
روميان ۸:۱۶
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه. چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې.
هِجرت ۳۳:۱۴–۱۶
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو.
روميان ۵:۳
کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.
اول کورنتيان ۱۵:۱۹
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو.
دوېم کورنتيان ۶:۱۰
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.
فيليپيانو ۴:۴
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
اعمال ۵:۴۱
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى.
روميان ۱۵:۱۳
اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته، خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم.
حبقُوق ۳:۱۷–۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۲۸
يعقوب ۲:۲۶ · متى ۷:۲۱
۲۰۲۱ نومبر ۲۷
يوحنا ۱۷:۲۲ · يشعياه ۶:۱–۳
۲۰۲۱ نومبر ۲۶
يشعياه ۶۲:۴ · يشعياه ۴۳:۱
۲۰۲۱ نومبر ۲۵
روميان ۶:۱۸ · متى ۶:۲۴
۲۰۲۱ نومبر ۲۴
لوقا ۸:۲۱ · عبرانيان ۲:۱۱–۱۲
۲۰۲۱ نومبر ۲۳
متلونه ۱:۳۳ · زبور ۹۰:۱
