۲۰۲۱ نومبر ۲۴
ورځنۍ رڼا, نومبر ۲۵: مالِک خُدائ فرمائى، راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو
ورځنۍ رڼا
اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان ۶:۱۸
تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.
متى ۶:۲۴
کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ نو تاسو بيا د صداقت د پابندۍ نه آزاد وئ. په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟ خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
روميان ۶:۲۰–۲۲
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
روميان ۱۰:۴
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
يوحنا ۱۲:۲۶
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى ۱۱:۲۹–۳۰
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
يشعياه ۲۶:۱۳
زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.
زبور ۱۱۹:۳۲
خو څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.
اعمال ۲:۲۱
منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو ... هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربانګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخىاب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه ... د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربانګاه جوړې کړې. هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.
دوېم بادشاهان ۲۱:۲–۳, ۵–۶
هغه د خپلو مصيبتونو په وجه عاجز شو او مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته راوګرځېدو او هغۀ ته يې د مدد دپاره سوال وکړو. خُدائ پاک د منسى سوال واورېدو او قبول يې کړو او هغه يې ولېږلو چې يروشلم ته واپس لاړ شى او بيا حکومت وکړى.
دوېم تاريخ ۳۳:۱۲–۱۳
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه ۱:۱۸
مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
دوېم پطروس ۳:۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۲۳
متلونه ۱:۳۳ · زبور ۹۰:۱
۲۰۲۱ نومبر ۲۲
يهوداه ۲۰ · يوحنا ۴:۲۴
۲۰۲۱ نومبر ۲۱
يوحنا ۶:۳۷ · هِجرت ۲۲:۲۷
۲۰۲۱ نومبر ۲۰
ميکاه ۷:۸ · يشعياه ۴۳:۲–۳
۲۰۲۱ نومبر ۱۹
متى ۷:۲۰ · اول يوحنا ۳:۷
۲۰۲۱ نومبر ۱۸
يشعياه ۲۷:۸ · دوېم سموئيل ۲۴:۱۴
