ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۹: په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.

زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.

ولې د چينې د يوې خولې نه خوږې او ترخې اوبۀ راوځى څۀ؟ اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے. په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.

په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.

يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.

ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.

داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟

د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.

مالِک خُدائ فرمائى، آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده.

خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.

مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم. زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو. ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ