۲۰۲۱ نومبر ۱۴
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۵: خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے
ورځنۍ رڼا
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان ۱:۹
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
عبرانيان ۱۰:۲۳
زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.
دوېم کورنتيان ۶:۱۶
مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
اول يوحنا ۱:۳
بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۳
او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى. او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے. او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ.
اِفِسيانو ۳:۱۷–۱۹
څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى.
اول يوحنا ۴:۱۵
هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى.
اول يوحنا ۳:۲۴
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو.
اِفِسيانو ۲:۱۰
د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل.
اول بادشاهان ۵:۱۷
د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.
اول بادشاهان ۶:۷
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
اول پطروس ۲:۵
نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے. په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى. نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.
اِفِسيانو ۲:۲۰–۲۲
مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ.
اول پطروس ۲:۱۰
تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ.
اول کورنتيان ۳:۹
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
دوېم کورنتيان ۵:۱۷
چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو.
دوېم کورنتيان ۵:۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۱۳
اِفِسيانو ۵:۲۵–۲۶ · اِفِسيانو ۵:۲
۲۰۲۱ نومبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۷:۱۰ · متى ۲۶:۷۵
۲۰۲۱ نومبر ۱۱
زبور ۷۸:۵۳ · متلونه ۸:۲۰
۲۰۲۱ نومبر ۱۰
کولوسيان ۱:۱۰ · روميان ۱۲:۱–۲
۲۰۲۱ نومبر ۹
زبور ۸۹:۱۹ · يشعياه ۴۳:۱۱
۲۰۲۱ نومبر ۸
اول تِسالونيکيان ۵:۸ · اول پطروس ۱:۱۳
